جوانان افغان

در گستره رسانه ها

جوانان افغان

در گستره رسانه ها

په افغانستان کې، د حامد کرزی د تر تولو ځواکمن مخالف سیاسی ا

ملی ټلواله د افغانستان له سیاسی ډګر څخه په تیښته  ده؟


میرویس جلالزی


په افغانستان کې، د حامد  کرزی  د  تر تولو ځواکمن مخالف  سیاسی  اتحاد(ملی  ټلواله)پاشل کیدل خپل وروستی پړاو ته  رسیدلی دی.په تیره  یوه میاشت کې د جبهې دوه عمده  او له  نفوظ څخه ډکی سیاسی څیرې  هر یو  مارشال  محمدقسیم فهیم او بدنامه جنګ سالار  عبدالرشیددوستم د  دغې څپ څپاندې جبهې  له  پیکرڅخه  جلا شول او راتلونکو  ټاکنو په اړه یې خپل دریځونه د جبهې له واحد  دریځ څخه  بیل بیل اعلام کړل.هغوی راتلونکو ټاکنو ته  ځانګړی کړنلاری لری  او  ورسره ځانګړی اهداف.

((مارشال فهیم له کرزی سره اړخ  لګوی؟))

مارشال فهیم د اپریل  میاشتې  په شپاړسمه نیټه نیغ  په نیغه وروسته  له هغه له  جبهې سره  خپلی حزبی اړیکی پرې کړې چې دغې جبهې د شمالی ایتلاف  د  وژل شوی مشر  احمدشاه مسعود نژدی ملګری او د  کرزی د حکومت د  بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټرعبدالله عبدالله ولسمشریزو ټاکنو ته د خپل  نوماند په توګه  وټاکل.په  اصل کې د فهیم  دغه  دریځ د ټلوالی  له بنیادی اصولو او ژمنو سره په ټکر کې  واقع شو.مارشال فهیم وویل چې د ډاکټر  عبدالله عبدالله  له  کاندیداتورۍ سره  نه  دی،  نه  احمدضیامسعود او نه  هم جنرال دوستم  موافق  دی.د مجاهدینو د  لومړیو کرښو  دغه قوماندان په دغو نیغو خبرو سربیره  له خپل زاړه  یار (حامدکرزی) سره د هغه  په ټاکنیزو کمپاینونو کې د مرستې ټټر  ته هم سوکان ورکړل.

     

مارشال فهیم اوس په دې باور دی او دا وایې  چې جبهې  باید په  یو بل  کاندید فکر کړی وای داسی کاندید له  که  حامدکرزی چې د افغانانو پراخ  ملاتړ ورسره دی.
 
((
محمد  محقق ،  دوستم له  ټلوالی څخه"جلا" کړ))

د جبهې د ټوکټوکیدا بل لامل د دغې  ټلوالې  د ازبکانو او شعیه  هزاره ګانو مشرانو نوی ایتلاف دی.د جنرال دوستم په پخوانۍ مشری او د نورالله  سادات په اوسنۍ مشری  د جنبش  ملی اسلامی ګوند او د محمد محقق په مشرۍ حزب وحدت  اسلامی افغانستان  هم  راتلونکو ټاکنو کې د خپل نوم آند د بریالی  توب لپاره ایتلاف جوړ کړ  او دغه دوه  تنظیمونه  نور نو د ټلوالی  سره یوه موخه  نه لری بلکې لارې یې بیلی، موخی یې بیلی او هڅی یې بیلی دی.د  تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ محمد محقق  او دوستم به  د  ولسمشرۍ  د ماڼۍ" ارگ " له اوسنی واکدار یعنی حامد کرزی څخه په راتلونکو ټاکنو کې ملاتړ وکړی.
 
محمد محقق د مجاهدینو د بریالی توب د اولسم کال د تجلیل له  مراسمو څو ورځی دمخه په خپله یوه  غونډه کې  د  کرزی د لوډسپیکرپه توګه رول ولوباوه  او په خپلو خبرو کې یې څو څو ځله د  حامد کرزی ملاتړ وکړ.زما په اند له  ملی ټلوالی څخه د مارشال  فهیم،  محمد محقق او جنرال دوستم  وتل به چې یو یې په تاجک  بلاک، بل یې  په ازبک  بلاک  او دریم یې هم په هزار بلاک پوری تړلی دی،  وکولای شی چې د  جبهې په دننه کې د هرې ورځی په تیریدو د زهرو د غړپ په څیر د ناروغۍ او مرګ فضا حاکمه  کړی.ښایې دغه مثلث ایتلاف  د جبهې د ړنګیدو وروستۍ او بریالۍ  هڅه وی.

((د مصطفی کاظمی مړینه او پر ټلوالې یې اغیزه))


د ولسې جرګې  مړ  شوی غړی سیدمصطفی  کاظمی یو له هغو کسانو څخه وو چې د ملی ټلوالی د بنسټ په ایښودلو او دغه بنیاد ته یې د مرستو په را جلبولو کې پوره ونډه لرله.له دې  څخه سترګی نه شو پتولای چې کاظمی د ایران له دولت سره نژدې اړیکی لرلی اود ایران دولت هم د ملی ټلوالی په جوړولو کې مهم رول درولود.کله  چې کاظمی نه وو وژل شوی نو د ولومړی ځل لپاره یې د  ۲۰۰۷کال د مارچې میاشتې  په ۱۳مه نیټه د جبهې  تر جوړیدو وروسته له  خبریالانو سره وکتل او د  جبهې د جوړښت او موخو په اړه یې ورته  معلومات ورکړل.جبه داسی نه وه  چې یوازی د ایران ملاتړ یې له ځان سره درلود.په دغه جبه  کې پخوانی  کمونیستان، مجاهدین، د شاهی خاندان  کسان، تیکنوکراتان او یو شمیر  د اوسنی حکومت عالی رتبه  چارواکی هم غړی ول.د بیلا بیلو فرقو دغه یاد شوی کسان په یوه ډول نه په یو ډول یا له غربی  ا یا هم له یو شمیر شرقی هیوادونو سره اړیکی لری او د هغوی له خوا اوس هم ملاتړ کیږی.داسی رپوټونه شته  کله چې مصطفی کاظمی په یوه ترهګریز  برید  کې د بغلان په ولایت کې ووژل شو له هغه وروسته د جبهې په مشرتابه کړۍ کې  لانجې را پورته شوی ، ټلواله له  مالی اړخ  څخه هم له  ستونزو سره  مخ شوه او ایرانی  چارواکو دا پیش بینی کړی وه  چې که چیرته  کاظمی  نه وی نو دغه ستونزی  متصوری  دی چې همداسی هم  وشول.د کاظمی تر مړینې  وروسته  جبهې  خپل لومړی دریځ له لاسه ورکړ او یو ډول انرشی  پکې حکم  فرما شوه.یو پر بل د ملې ټلوالی د غړو باور کم شو او یو بل ته سره غله شول.

د ملی ټلوالی کورنۍ کړکیچ
((
د ټلوالی  د پاشل کیدو خوځښت))

د  جبهې  دوهم  کورنۍ کړکیچ له دغې ټلوالی څخه د شاهی کورنۍ د مقتدر غړی مصطفی  ظاهر تدریجی لری والی دی.کله چې په ۲۰۰۸  کال  کې  ظاهرشاه ومړ نو مصطفی ظاهر د  شاهی کورنۍ د مشر وارث په توګه پاتی شو په داسی حال کې  چې نوموړی هم د ټلوالی غړی توب درلود.نوموړی د  ظاهر  شاه له  مړینی وروسته  له  ټلوالی  څخه  په  نیغه توګه نه خو په یوه  نه په یوه بهانه ځان  جلا کړ.د ۲۰۰۹ کال یعنی روان کال په سر کې له ملی جبهې  څخه د شاهی کورنۍ د تیکنوکراتانو  جلا والی  هم   د لمر  په شان روښانه شو.
  
د ملی جبهې د پاشل  کیدو دریم پړاو د شاهی کورنۍ له غړو وروسته له جبهې  څخه د یو شمیر کمونیست پلوه څیرو بیلوالی  وو.د بینوا ویب سایت محترمو لوستونکو حزب دیموکراتیک خلق افغانستان غړی هم  د ملی  ټلوالی په جوړښت کې شامل ول.حبیب منګل هغه کس وو چې د حزب دیموکراتیک  خلق  افغانستان غړی توب یې درلود  او د جبهې  له جوړیدو سره له  دغې جبهې  سره یو ځای  شوی وو خو اوس نوموړی  ولسمشریزو ټاکنو ته نوم آند دی.د حبیب  منګل  له دغه کړنی داسی ښکاری چې یو شمیر پخوانی کمونستان چې د جبهې  په ترکیب  کې  ول اوس سوکه سوکه له دغې ټلوالی واټن نیسی او ترینه په وتلو دی.

خو اوس دا روښانه  خبره ده چې د ملی ټلوالی له  مینځه  تګ خپلو وروستیو پړاونو ته رسیدلی دی.ډ ټلوالی خپل منځی شخړی، د نظرونو توپیر او د موخو بیلوالی هغه څه دی چې د جبهې د اصولو سره په ټکر کې واقع شوی او د هرې  ورځی په تیریدو د جبهې  غړی یو له بل څخه واټن  نیسی.ملی جبهه د  حامدکرزی د حکومت پر وړاندی د مخالفو سیاسی ډلو وروستی هغه  ګډ خوځښت وو چې په ۲۰۰۷  کال  کې  پیل  شو خو د دوو کلونو په تیریدو یعنی د ۲۰۰۹ کال په راتګ سره اوس د  له  مینځه  تګ واټن وهی. لیکوال میرویس جلالزی


 

نظرات 2 + ارسال نظر
منزجر پنج‌شنبه 17 اردیبهشت‌ماه سال 1388 ساعت 06:33 ب.ظ http://balkhjournalism.blogsky.com

بازدیدت زیاد است اما یک کار بکنی خوب میشه در وبگذر ثبت نام کو از این هم بیشتر میشه . راستش نظر یادت نره یک سری به بلخ ژورنالیزم هم بزن . جان فیصل هستم مشنوی .

منزجر یکشنبه 20 اردیبهشت‌ماه سال 1388 ساعت 07:56 ق.ظ http://balkhjournalism.blogsky.com

من میخواهم تروریست شوم مقاله اینکه چرا جوانان به تروریزم میگرایند

برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد