جوانان افغان

در گستره رسانه ها

جوانان افغان

در گستره رسانه ها

دپښتو هنر ډوبیږی!

دپښتو هنر ډوبیږی! دډیرمودې وروسته دپښتو ژبې ادب او هنر یوځل بیا خپل عروج ته رسیدلای وه او په خدای باوروکړی ډیرخوشحاله وم چې نوروقومونو هم دپښتوژبې سندرې او ساز(رباب منګی) خوښولو. یوه ورځ د یوڅو ملګرو سره ناست وم چې ډیری یې پنجابیان ول او دکرکټ لوبه موکتله ؛ نو دوقفې په وخت کې به مو نور چینلونه کتل نو یوه ورځ مو ای وی ټی خیبر چینل راونیو چې دایمن اداس یوه ډیره په زړه پوری سندره پیل شوه» زمادمینې نه توبه ده بیابه نه کوم مینه دجانان مینه عجیبه ده بیابه نه کوم مینه نو پدې وخت کې یو پنجابې وویل٬٬ دا څومره خوږه سندره ده او دپښتو ژبه څومره خوږه ژبه ده٬٬اوبیا یې راته وویل چې ته ما ته پښتو ژبه زده کړه، داډیره خوږه ژبه ده! ددغه ملګری په دغه څرګندونې ډیر خورا خوشحاله شوم او زړه می د ایمن اداس په څیر فنکارانو ته دعا وکړه چې دوی په ډیر لږو وسایلو دومره ښکلی کمپوزاو لایرکس سره سندره وایې چې دنورژبو خلک هم تری متاثره کیږې او حتی دپښتو ژبې دزده کړی هڅه کوی. نو پرځای ددی چې مونږه یی تشویق وکړو؛ مونږه یې له مینځه وړو، ایمن اداس خو مومړه کړه اونور سندرغاړی مودلراوبر پښتونخوا نه وتښتول اوورک موکړل.


دا یوڅرګند حقیقت دی چې هره ژبه دسندرغاړی په ژبه ډیرخوند کوی. ددغو سندرغاړو په ژبه اوخوږ آواز زمونږدپښتو ژبې ادب دومره پیاوړی شوی دی چې نور قومونه یې هم زده کړه غواړی اوورځ په ورځ یې مینوال٬ شاعران، سندرغاړی زیاتیږی. خوپه ډیر افسوس سره بایدووایم چې زمونږه اوستاسی غلیمان دومرزیات دی چې هیڅ تری نه خلاصیږو. زمونږاوستاسی اوسنی مشران په پیسو پلورل شویدی نو پلورل شوو سره به څه دقام او قبیل دخدمت فکر وی چې مونږه به تر هیله ولرو. څرنګ چې پدې ټولو خبرو ښه پوهیږو! نو اخر ولې خپل مینځ کې دیووالې رسۍ کلکه نه نیسو؛ که داسې وی نو یوه ورځ به لری نه وی چې ټول به دنورو قومونو غلامان شو اوخپلو بچیانو او آینده نسل ته به شرمیدلی اوسو. ګورئ! دیوې ژبې ادب او هنر له مینځه وړل دیوې ژبې له مینځه وړل دی. نوخدای دی خیر کړی مونږه اوتاسې خوورځ په ورځ ورنژدی کیږو. اوس خو هم دشکرځای دی چې په لویه کچه پښتو ژبه چلیږی او ددنړۍ په مختلفو ملکونو کې ډیری پښتانه پراته دی اوخپل کاروباری کړنوکې بوخت دی لکه پاکستان، ایران، هندوستان، متحده عربی امارات، امریکا، برطانیا، مالیزیا، کاناډا اوداسی نور.... اوتقریبا ۵۰ ملیونه شاوخوا ته رسیږی. نو که چیرته مونږه دپوهې او احتیاط څخه کار وانه خلو نو ډیرژر به خدای مه که له مینځه و لاړشو. دامنم چې اسلام موسیقۍ ته اجازه نده ورکړی لیکن دااجازه یی هم نه ده ورکړی چې ته دی یوفنکار قتل کړی. دایوڅرګند حقیقت دی چی فنکاری تریوه حده پوری ګناه ده لیکن ددی سزا ورکوونکۍ صرف او صرف واحد اولایزال ذات لوی خدای جل جلاله دی نه کوم طالب او یا............................... . داسې ښکاری چې د اسلام اصلی ټیکه داران هم دامونږه پښتانه یو؛ نو که چیرته رښتیا مونږه ټیکه داران یو نوبیاولی زمونږ کورونه ورانیږی، ماشومان مو بې پوهې پاتی کیږی، تنکې ځوانان او پیغلې مو ټوټې کیږی،دمیندو او خویندو له سره مو دحیا پردې ولیږی، مشران مو بې عزته کیږی، انسانې شان وشوکت مو ترپښولاندې کیږی او داسې نور غمونه اودردونه! نوآیا داجهاد دی! داخدمت دی! دارحم دی! دمرسته ده! دایمان دی!دتقوی ده! دا عزت دی! هۍ هۍ پښتونه خدای پاک دی پوه کړه نور خو زما وس نه کیږی. مونږخپل خوږژوند په تریخ ژوند بدل کړی دی. خپل کوراوبچیان موپریښې دی او په غرونو او دښتوکې لکه د دصحراسورلنډیانو غوندې خپل مسلمانان وروڼه په مختلفو نومونو داړو اوژوندیې خورو. زه خووایم راشی سره کیښنو او دپوهې او قلم په زور نړۍ سره وجنګیږو نویقیناً په خپلوټولواهدافوکې به بریالی شو.

په درناوی

  عبدالقادرجیلانی   

نظرات 0 + ارسال نظر
برای نمایش آواتار خود در این وبلاگ در سایت Gravatar.com ثبت نام کنید. (راهنما)
ایمیل شما بعد از ثبت نمایش داده نخواهد شد