X
تبلیغات
پیکوفایل
رایتل

د پښتو د ولسی شعر هنداره  

جان محمد حبیبی                                                                                                         

کله چې د پښتو شعر تاریخ مطالعه کېږی ، نو موږ په دغو شعرونو کې دوې شعرې عنعنې ګورو. یوه د پښتو د خپلو ملی شعرونو اوزانو عنعنه ده او پله هم د شرقی شا عرۍ عنعنه ده.

د شرقی شاعرۍ د عنعنې په تعقیپ چې د پښتو شاعرانو د زرو کلونو په جریان کې کوم شعری ژانرونه خپل کړی دی په هغو کې قصیده ، غزل ، قطعه ، رباعی ، مثنوی ،مخمس،مسدس،مسبع،مثمن،معشر،ترکیب،بند،ترجیح بند اونورشعری انواع شامل دی اودپښتوآثارویوه عمده ذخیره په همدغو قالبونوکې خوندی ده.

چې په دغوسندروکې چاربیتی ،بدلې،لوبې،بګتۍ،کسرونه،مقامونه اوولسی

منظوم داستانونه شامل دی.دغوشعری ژانرونودپښتوله هغولرغونوسندروڅخه انکشاف موندلى دى چې په لومړیواسلامی پېړیوکې،

پښتوشاعرانوپکې شاعری کوله.

دپښتودشفاهی ادبیاتو ځینې سندرې، لکه لنډۍ،سروکی،دښادۍ بدلې،داتڼ سندرې،نارې،چغیان،ساندې اونورې دغسې سندرې عام خاصیت لری.

داپه دې معنى چې ویویکی یې نه دی معلوم اودتاریخ په بیلابیلوپوړیوکې

اېجاد شوې اوخورې شوې اوله منځه تللې دی.داډول سندرې اوس هم په کلیو

اوبانډوکې داېجاد زمینې لری،مګرزموږولسی سندرې، لکه : چاربیتی،بدلې

اونورلکه لنډیواونوروغوندې عامې اوپه ټول ولس پورې اړه نه لری،بلکه داخاصې سندرې دی،چې ځینومشخصو کسانوویلې دی .

دهرې سندرې ویونکى اووخت معلوم دى،نوځکه داسندرې دهغوله ویونکوسره دادب دتاریخ په بېلابېلوپوړیوکې دمطالعې ځاى لری.

دتاسف ځاى دى،چې دغه چار بیتی، بدلې بکتۍ،لوبې،کسرونه اومقامونه

زیاتره دپښتودولسی شاعرانوله خواویل شوی دیاوداسندرې هم ډېرې نه دی لیکل شوی اولکه دپښتودعاموشفاهی سندروغوندې له منځه تللې دی،ډېرې لږنمونې یې په ځینوتذکرواویا ځینوجونګونوکې ثبت شوی دی ،پرهغوموږ دپښتو دابیاتو تاریخ دلومړې دورې اودوهمې دورې په بېلابېلوپړاونوکې خبرې وکړې.خوموږګوروچې ددیارلسمې پېړۍ په دوهمه نیمایی اودڅورلسمې پېړۍ په اوایلوکې ځینومستشرقینو،لکه جیمزمستترفرانسوی

د۱۸۴۹­­­ -­۱۸۹۴ دپښتونخوادشعرپه هار بار کې اودځینوپښتوخواخوږولکه

سیدعمرپه(ګلن اشعارافغانی) کې ددغوسندروډېرې نمونې ثبت کړی اودډېروولسی شاعرانونومونه اوآثاریې له نابودۍ څخه ژغورلی دی.

دڅورلسمې پېړۍ په جریان کې چې په افغانستان اوپښتونخواکې ځینې علمی،ادبی ټولنې جوړې شوې.نویې دپښتوشعردې ولسی ذخیرې ته جدی توجه وکړه،له کلیواوبانډویې ددغوشاعرانوسندرې اواحوال راټول کړل.

دمقالو په ترڅ کې یې په مطبوعاتو کې نشرکړل.که موږدپښتومعاصرې لیکل شوې ادبی تذکرې وګوروپه سلوکې تر څوپښتوزیات داسې شاعران پکې معرفی شوی دی،چې په ولسی آهنګونوکې یې شاعری کړې ده،لکه دپښتانه شعرا پنځه سره ټوکونه،دادبی ستوری دواړه ټوکه،دخیبرادب تېرهېرشاعران،بېدیانی ګلونه،دسردروتوتیان،دهشنغرادب،دکیسې ګلان

دکاروان ملګری اونور...

دغه ډول ددغوشاعرانومتفرق اشعاردسندرغاړواونوروذوقیانوله خولوثبت

شول اوددغواشعارومجموعې ځینې جوړې شوې، لکه دپښتنې سندرې دوهم ټوک،دغروڅوکې اودولسی سندرې درې واړه ټوکه اونور

ددغوتذ کرواومجموعوله پاڼوموږدپښتودډېروپښتوولسی شاعرانوله نومونو

اوآثاروسره اشنا کېږو. دغه شاعران ددولسمې پېړۍ داواخرو،ددیارلسمې

پېړۍ اوڅورلسمې پېړۍ دی.

په دغوشاعرانوکې چې کوم شاعران اوآثاردپـښتوادبی تاریخ په دوهمه دوره

کې دمطالعې ځاى لری دادی:خواجه رزق الله دچپلیار،میا عبدالکریم دلغمان

دالیشنګ،میاصاحب ډیری،شیخ احمد خان الغمان دده زیارت،آدم دکندهار

      آذاد خان دتګاو،احمد ځدراڼ دپکتیا،احمدجان وردګ،احمدګل دټکری،

احمدنور آهنګردلغمان،احمددین طالب دهشتنغر،ارسلادمیدان دزیولات،

اعظم الدین دکامې،بیګ محمد دلغمان ،پاچااخون،پاچاګل ،پاینده ګل،پیرغلام مروت،عبدلعزیزفراهی ،بیربل سنګ،سورج کشن چنده،منګارام،لدهارام دپښتونخوابلوچستان اوافغانستان دسیموهغه هندوان سکهان دی،چې په پښتویی ولسی سندرې ویلې دی.طالب حضرت امان،عبدالکریم یوسفزى،نازعمرخیل،کریمداد،اصالت دشمالیاومرکزی هندوستان ځینې ولسی شاعران دی،چې دپښتوپه ولسی اوازونویی شاعری کړې ده خوموږ

یی دلته یوازې څوشاعران یادکړل.که نه دسلګونواولسی شاعرانوشعرونه موږته معلوم دی.

دپښتودکلیوالی ژوندټول کړه وړه ددغوولسی شاعرانواشعاروته لاره پیداکوی.

دکلیوالوغوښتنې،اجتماعی روابط، دودونه اونورپه دغواولسی اشعاروکې بیانېږی.

په دغوسندروکې عشق اومینه هم بیان شوې ده،خودډېروساده انځورونوپه قالب کې په خوراطبیعی ډول اودکلیوالی ژوندله شرایطواوغوښتنوسره سم دسید مهربان ن دیوې چاربیتی داسردلیدودى:

سپینه ده جلۍ سپین یې په غاړه هیکلونه دی

سپین یې اننګی سپینه یې خوله سپین یې غاښونه دی

ددین اودینی ارزښتونوپه رڼاکې ځینې اخلاقی مسایل هم دغوشاعرانو،په مقامونوکې بیان کړی دی.

همدارنګه دپښتوملی داستانونه،لکه آدم درخو،دلى شهو،مومن خان شیرینو،فتح خان،رابیا،موسى خان ګلمکۍ،قطب خان نازو،ظریف خان سواتۍ،طالب جان ګل بشره،جمال خان اوزیب النسا اوهم له نورواولسونوڅخه راغلې،قصې،لکه نیمبولا،سیف الملوک،شهزاده بهرام اونورې روایتی دینی قصې زیاترودغوشاعرانوداوږدوچاربیتواوداستانونوپه قالب کې په نظم راوړې دی،دیوه ولسی داستان پیل یې داسې دى:

نن مې ولید عجیپه نو داستان                   کملات به درنه واړه کړم پیان

دیمن یو شهزاده و ېما یاره                    یوه ړرځی ښکاره ته ووانه له ښاره

ښکاره ته لاړو په ځنګل او بیابان             یو غرڅه یې یو نظر شو نګهان 


کلیوالی دودنه ، د غم ښادی مسایل ټول په دغو سندرو کې له کلیوالی غوښتنو د کلیو او سیمو او شاعرانو نومونه ، تاریخی واقعات طبیعی پیښې ، سیلابونه او نوذر هم په دغو سندرو کې راغلی دې.

د دغو کلیوسندرو یوه عمده برخه د هغو شاعرانو ده چی په مذهبی لحاظ شیعه دې . دا خلک و کورمې او شاو خوا  سیمو کې اوسېلی دې د پښتو په ولسی آهنګونو یې شعرو نه ویلی دی او په دغو شعرونو کې یې د کربلا واقعات په خورا سوزنام ډول بیان کړی دې دا شاعران توری ، ملی خیل یو نیم بنکښ او ورکزی هم دی.

دغو په ولسی آهنګونوکې ویلوشووسندروته دهماغې سیمې خلک سوزخوانی وایی،دغه سندرې دمحرالحرام دمیاشتې په لومړیولسوورځوکې په امام بارو اوتکیه خانوکې له یوې خاصې غاړې سره ویل کېږی ، هغه نوحه ویونکی شاعران چې پښتو نوحې یې ویلې دی،دادی:آدم خان،نادرعلی،خداى نظر،میرشاه رضا،سیدګلون،غلام نبی،احمدشاه،عباس،غلام،اسمعیل خان،سیدحسین،سیدشاه اولیا اونور،لدې نوحوڅخه دیوې نوحې سردادى:

تمامه شپه به دې زنګویه زنګومه   زویه ودې سومه

که شم روانه تابه ځانه سره وړمه   زویه ودې سومه

دپښتودغه ډول ولسی سندروویونکواکثره سندرې نه دې ټولې شوی.

دهرولسی شاعرڅومحدودې سندرې په ځینومجموعواودشاعرانوپه تذکروکې خوندی دی یوازې دحافظ عظیم ګنډه پورولسی شعرونه،دعبدالحنان داعی ولسی شعرونه،دمحمدنورولسی شعرونه،دخسرواپریدی ولسی شعرونه دځانګړومجموعوپه ډول راټول شوی دی.په دغوسندروکې دهنرتومنه خوشته ،مګرپه ابتدایی بڼه پکې ځلېږی.ددغسې سندرودهنری انځورونو یوه نمونه دلاندې سندرې په سراویوبندکې دکتلوده:

سورټیک دې په جبین باندې شغلې کا قلندرې  په شان لکه دلمر

راوزی له درباره چاسره نه کړې خبرې      په وخت دمازیګر

سورټیک دې په جبین باندې شغلې کابې حسابه   وطن کې لورپه لور

طاقت دزړه مې نشی زه وتلى یم دخوابه          ستی شومه په اور

سپین مخ دې نازنینې راښکاره که له نقابه        خبردې نه شې ورور

دګل په شان غوړیږم چې دې ووینم دلرې        په دې وکه باور

                                             و من الله توفیق